امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٣ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په نورستان و لايت کې  دنويو جګړو په بهيرکې        ووژل شول .
دغه يرغلګر نن سهار دډيورند له کرښې څخه له تيريدو وروسته غوښتل  يې په کامديش ولسوالۍ کې دافغانستان  دسرحدي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي چې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل
په دې جګړه کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول  او يوشميرنور يې ټپيان شول.
ده وويل  دغه وسله وال طالبان نوي له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو         او  غوښتل دسرحدي پوليسو دځواکونو دسپرلۍ په کاروان بريدو کړي چې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
ويل کيږي په دې جګړه کې  سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دډيورند کرښې ته څيرمه  دکامديش ولسوالۍ تل دافغان پوځيانو اودطالبانو  ترمنځ  د جګړو  ډګر دى.
پوځيان وايي  چې وسله وال  طالبان له پاکستان څخه سمباليږي اوپه آزادانه ډول  دپاکستاني پوځيانو له پوستو څخه تيريږي   او په افغان پوځيانو بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته