کابل باختر د تلې يو ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې يوه ديني عالم دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو .
په بهسودو ولسوالۍ کې مولوي صفي الله دماښام دلمانځه له اداکولو وروسته غوښتل خپل کورته لاړ شي چې ديرغلګرو کسانو له خوا پرې ډزې وشوې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دغو ډزو کې مولوي صفي الله شهيد کړى شو او يرغلګر هم وتښتيد .
مولوي صفي الله په جلال اباد ښار کې داحمد شاه په مدرسه کې دديني علومو استاد و .
تراوسه پورې ددغه ترور مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو سيمه ئيز مسوولان وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .
ختم_ عطاالله _ اکرم