امنیت

د طالبانو اختلافونه زور شوي دي .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢١
دوسله والو طالبانو د ډلې دپخواني مشر يو شمير پلويان ډير ژر دنوي مشر نه مشروعيت اعلاموي.
دوسله والو طالبانو د ډلې دمشرتابه هيئت يو غړى چې ددغه نوي انتصاب شوي مشر سره په جدي مخالفت کې دى وايي چې دوى به ډير ژر دملا اختر محمد منصور نه مشروعيت اعلام کړي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : ملا عبدالمنان نيازي چې ځان د طالبانو دعالي شورا وياند بولي.رسنيو ته ويلي دي چې د طالبانو دمشرتابه پر سر دعالمانو خبرې دوام لري او دوى به په ډير لنډ ممکن وخت کې دملا اختر محمد منصور نه مشروعيت اعلام کړي.
ده وويل چې پخوا هم ديني عالمانو له ملا اختر محمد منصور څخه غوښتي و چې د طالبانو دمشرپه توګه دې له کار څخه ډ ډه وکړي خو ده دعالمانو غوښتنې ته پاملرنه ونه کړه او په همدې دليل به عالمان په نږدې راتلوونکي کې د ده دنه مشروعيت فتوا صادره کړي.
ملا نيازى چې د طالبانو مشرتابه ته د رسيدو لپاره د طالبانو متوفى ملاعمر دکورنۍ ملاتړ کوي، دغه راز ويلي دي چې دنوي مشر په ټاکنه کې د طالبانو ترمنځ اختلافونو زور اخستى دى او نوي مشر خپله استازى قطرته استولى دى چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر غړي دې ته وهڅوي چې په علني ډول ملا اختر محمد منصور ته بيعت وکړي.
دغه څرګندونو په داسې حال کې کيږي چې ملاعمر د اويايمې ميلادي لسيزې په لومړيو وختو کې دهغو کسانو له خوا چې د ديني عالمانو غونډه وبلل شوه ، داميرالمومنين لقب ترلاسه کړ. يو شمير سياسي فعالانو ، مذهبي شخصيتونو او ديني عالمانو طالبانو او دهغو مشرتابه ته دمشروعيت دورکولو لپاره يوه قلابي او تقليبي غونډه وبلله او تينګار يې وکړ هغو کسانو چې په دې غونډه کې راټول کړى شوي و حقوقي مشروعيت نه درلود.
او اوس هم طالبان هلې ځلې کوي د ديني عالمانو او په جعلي او تحريف شويو فتواو سره خپلې رواني ستونزې حل کړي.
ديادونې وړ ده چې د طالبانو يوه فعال قوماندان ملا داد الله منصور تيره اوونۍ په ډاګه وويل چې د طالبانو مشر او قوماندان دپاکستان داستخباراتو دسازمان له خوا ټاکل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته