فرهنګ

دهرات دخواجه وحيد الله خانقا دله منځه تلو په حال کې

-کابل باختر دوري  اوولسمه :
دهرات ولايت په غوريانو ولسوالۍ کې دخواجه وحيد الدين تاريخي خانقا ترميمولو اوبيا رغاونې ته اړتيا لري .
دغه تاريخي ودانۍ دغوريانو ولسوالۍ دبرنا اباد په کلي کې داويا جريبه زيات په انګړ کې موقعيت لري .  دترلاسه شويو شواهدو له مخې  دغه تاريخي ودانۍ څه دپاسه ٥٥٠  کالونه تاريخي لرغونتيا لري .
  دهرات ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دفرهنګ او  هنر آمر احمد جاويد ضرغام  څرګنده کړه دغه تاريخي څلې او دهغه دزيارت ځمکه دخواجه محمد طاهر  برنا ابادي له خوا وقف شوې ده .
  ضرغام  باختراژانس ته وويل: همدا اوس ددغې تاريخي ودانۍ په سلوکې  پنځوس ويجاړه شوې ده  اودهغه ترميمولو ته دنه پاملرنې په صورت کې به تر راتلونکو دووکلونوپورې په بشپړه توګه ويجاړه شي .
په همدې حال کې ضرغام  وويل په زنده جان ولسوالۍ کې دخواجه محمد قاضي  دارامګاه دګنبد  ، دامام فخري الدين رازي دمزار ، دمزدا خان دډنډ ، دابو عبدالله مختارمزار، او دبرنا اباد دحمام په ګډون دشپږو تاريخي څلو ترميمول  ددغې ادارې له بيړنيو طرحو څخه ده چې دپروژې له جوړولو وروسته دبودجې دترلاسه کولو په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وړاندې شوې ده .
ضرغام وويل دغه څلې دنه ترميمولو  په صورت کې به له جدي ستونزوسره مخامخ شي
په همدې حال کې دهرات داطلاعاتو اوفرهنګ  رييس اريا رووفيان ددغو څلو دترميمولو لپاره دبودجې دموندلو په خاطر د هلوځلو دپيل خبر ورکړ چې دغه څلې پنځه څلويښت مليونه افغانۍ لګښت لري .
هرات دافغانستان له تاريخي اثارو څخه دى او په دغه ښار کې د مشرانو ، اولياو او عالمانو ارمګاوې  موقعيت لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته