امنیت

په هلمند کې دکابل بانک په وړاندې دپوليسو په سرتيرو ځانمرګى بريد

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٣ :
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې ديوه ځانمرګي بريد له امله   دملګي وګړو په ګډون   څه ناڅه ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
ځانمرګي يرغلګر ځان  دسيمه ييزو پوليسو  ترڅنګ چې دخپلو معاشونو داخيستلو لپاره  په دغه بانک  کې راټول شوي وو ، وچاوه.
دهلمند ولايت دپوليسو يوه مقام باخترآژانس ته وويل  چې په دې پيښه کې دسيمه ييزو پوليسو د١٤ تنو په ګډون  ١٦ تنه شهيدان  او٢٤ تنه نور ټپيان شوي دي.
ده وويل  ځانمرګي يرغلګر  هغه وخت  چې پوليسو دخپلو  معاشونو داخيستلو په خاطر  په لښکرګاه ښارکې دکابل بانک په نمايندګۍ کې راټول شوي و ، ځان وچاوه .
په همدې حال کې دلښکر ګاه ښار ديوه روغتون ډاکترانو ددغې پيښې داوو تنو
ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ددغو ډاکترانو دڅرګندونوله مخې  يوشميرملکي وګړي هم ددغه ځانمرګي بريد په قربانيانو اوټپيانو کې شامل دي.
تراوسه پورې  ددغه بريد مسووليت  چاپه  غاړه نه دى اخيستى .
خو سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان ددغې پيښې عامل بولي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته