کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ :
دملي اردو ځواکونو د هېواد په شمال ختيځ کې ديولړعملياتو په ترڅ کې ٤٩ تنه ډاراچوونکي ووژل او ٣٨ تنه نور يې ټپيان کړل.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي .
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د ډنډغوري دنيازالله د سيمې اود حسن تال ، جرخشک ، اود بغلان ولايت دمرکزي بغلان په جنګل باغ او کوهستاني سيمو کې د جګړو په بهيرکې اوولس تنه ډاراچوونکي ووژل او شل تنه نور يې ټپيان کړل.
دغه راز د فارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې لس تنه ډاراچوونکي ووژل شول ، څلور تنه ټپيان او د هغوى يوه داشکه هم له منځه وړل شوې ده.
د تخار ولايت د درقد ولسوالۍ په القناغ سيمه کې له طالبانو سره دهېواد د دفاعي اوامنيتي ځواکونوپه جګړه کې دوسله والو طالبانو د يوه سرګروپ په ګلخان مشهورمحمدګل په ګډون نهه تنه ډاراچوونکي ووژل شول او دوولس تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د کندز ولايت دګورتيپې ولسوالۍ په مربوطاتو او ددغه ولايت باغ شرکت ته څيرمه دحاجي نواب په کلي کې د طالبانو په سنګرونو دهوايي ځواکونو دګوزارونو له امله دطالبانو ديوه سرګروپ قاري عثمان په ګډون ١٣ تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
0 1 دقیقه لوستل