کابل باختر د وږي ٢٦مه :
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دتاريخي آبداتو دساتنې رياست نن دفرهنګي ميراثونو دساتنې او دعامه پوهاوي ورکونې لپاره دمحور دحقوقو دپراختيا له موسسې ( BRD سره دهمکاري هوکړه ليک لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دتاريخي ابداتو دساتنې رييس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي دهوکړه ليک دلاسليک کولو په مراسمو کې وويل : ددې تفاهم ليک دلاسليک کولو موخه دخلکو لپاره دفرهنګي ميراثونو په باره کې پوهاوي ورکول دي او هڅه کوو چې دغه پروګرامونه په ولايتونوکې هم پراختيا ومومي .
هغه زياته کړه: له هغو زياتو غونډو وروسته چې لرلې مو ، دمحور د حقوقو دپراختيا موسسه همکارى ته چمتو شوه چې دفرهنګي ميراثونو په تېره بيا دلرغونو ساحو او دتاريخي ابداتو په ساتنه کې په ګډه کاروکړو .
ختم_ ف _اکرم
1 1 دقیقه لوستل