سیاست

دانرژۍ او اوبو وزير؛ دکمال خان او کجکي دبندونوپه باب اعتراض دافغانستان روا حق دى

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢١ :
دانرژۍ  او اوبو  وزير  علي احمدعثماني   دافغانستان دبلوڅانو  شورا په هغې غونډه کې  چې دافغانستان  د اوبو  دسرچينو دمديريت په مناسبت  جوړه شوې وه  ددغه ټکي په بيانولو سره وويل چې دافغانستان  او ايران ترمنځ دهيرمند دتړون  په پنځمه ماده کې   دغه مسئله په بشپړه توګه صراحت لري  او دکمال خان بند  جوړول دهيرمند داوبو دتړون دتطبيق  لپاره  زياته مرسته کوي.
دانرژۍ  او اوبو   وزارت  درسنيو دفتر  دباخترآژانس ته  خبر ورکړ .
دانرژۍ   او اوبو وزير وويل چې موږ  دسلما بند  ( دافغانستان _ هند  ددوستۍ بند ) په  جوړولو سره دهيريرود  په سلو کې کابو نوولس اوبه  کنترول کړي او دهيريرود  پرمخ مو يوازې  يو بند  جوړ کړ  په داسې حال کې  چې ايران د هغه پرمخ څوبندونه     جوړ کړي دي.
دانرژۍ  او اوبو  وزير دغه راز وويل  تيرکال  افغانستان مامونونو  او دايران  دنيمه څاګانو په لور داوبود انحراف  په برخه کې په رسمي ډول اعتراض کړي دى .
عثماني زياته کړه چې دايران  داوبو  زياتره  ستونزې  دهغه دبندونو دجوړولو دسياستونو زيږنده دي.دانرژۍ او اوبو وزير دخپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل دمسئلې  واقعيت  دا دى چې  افغانستان دخپلې جغرافيا په ځينو برخو کې  د وچکالۍ  له امله زيانمن شوي دي اوپه دغو سيمو کې کافي اوبه شتون نلري.
دانرژۍ او اوبو  وزارت په تيرکال کې داوبو  دسرچينو دمديريت په لاره کې پنځه ګاونډي هېوادونه مطالعه کړي  دي  چې دستراتيژيکي پروګرامونو په ترلاس لاندې نيولو سره افغانستان په راتلوونکي کې ورسره  مخامخ نه شي .
دانرژۍ  او اوبو  وزير  دخبرو په يوه بله برخه کې ويل شوي دي  چې  موږ بايد داوبو دسرچينو په مديريت کې دسيندګوټو  حق هم رعايت کړي وو بايد په ټولو  سيمو کې بندونه  جوړ نه کړو  بلکې بايد اجازه ورکړو  چې   د ژوندانه  چاپيريال اوسيندګوتي خپل طبيعي  ژوند ته دوام ورکړي.
وروسته په دې غونډه کې دسرحدونو ، قومونو او قبايلو دچارو وزارت سرپرست  غفور ليوال  ، داستازو دمجلس غړو غلام فاروق مجروح  او فريد حميدي دافغانستان دبلوڅانو  شورا رئيس  دلوى قندهار استازي ډاکتر عبدالله هيواد  او څو تنو څيړونکو  دافغانستان داوبو  دسرچينو دمديريت دملاتړ په باب خبرې وکړې او دانرژۍ  او اوبو وزارت له پروګرامونو سره يې غوڅ ملاتړ اعلام کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته