کابل/ د غبرګولي۲۴مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د امنیتي سکتور د رهبرۍ په غونډه کې نن د افغان کډوالو پر وضعیت او هغو اقداماتو خبرې وشوې، چې له افغانانو، په ځانګړې توګه کډوالو سره د ژوند په ښه والي او د ستونزو په حل کې مرسته کولای شي.
نننۍ جلسې ته د کډوالو چارو وزیر، د احصایې د مرکزي ادارې رئیس او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم را غوښتل شوي وو، چې د اوسني وضعیت او راتلونکو اقداماتو په اړه جلسې ته معلومات ورکړي.
په جلسه کې تر بحثونو وروسته وویل شول، چې د احصايې مرکزي اداره به له نورو اړوندو اداراتو سره په ګډه ټولو افغانانو ته، په ځانګړې توګه هغو افغانانو ته چې، په پردیو هیوادونو کې ژوند کوي او د تثبیت او اسنادو له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، د الیکټرونیکي تذکرې لپاره د ثبت، راجسټر او توزېع زمینه د ۱۳۹۸ لمریز کال له منظور شوي طرزالعمل سره سمه مساعده کړي.
په دې سره به له هیواده دباندي د افغان اتباعو د تثبیت پروسه چټکه او له دې ناحیې د راپورته شویو ستونزو د حل لپاره اساسي ګامونه واخستل شي.
له دې سره سم به، افغان اتباع چې د نړۍ په هر ګوټ کې ژوند کوي، و کړای شي، چې د تذکرې اخستلو څلور پړاوونه په انلاین ډول تکمیل او وروستي دوه پړاوونه، بایومیټریک او تذکرې تر لاسه کولو لپاره ټاکل شویو ادرسونو ته مراجعه وکړي.