سیاست

دانتخاباتو د ترسره کولو په لاره کې د تياريو د څېړنې په مقصد د جمهوري رياست هيئت هرات ته سفر کړى دى

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
د جمهوري رياست هيئت نن  د هرات ولايت ته ورسيد.
په دې هيئت کې چې د جمهوري رياست سلاکاران شېرمحمدبهادر او  قاضي سليمان  حامد شامل دي  د هرات له والي محمدآصف رحيمي سره په کتنه کې   هرات د خپل سفر هدف  د انتخاباتوپه باب د خلکو له بېلابېلو قشرونو او دولتي مقاماتو سره  خبرې ياد کړ .
دغه هيئت  په پام کې لري    چې له دولتي مقاماتوسره د خبرو ترڅنګ له  مخورو او روحاني شخصيتونو، ديني عالمانو ، ځوانانو ، ښځو  او له  مدني فعالينو سره  هم   وګوري.
د هرات والي  په هرات ښارکې  د نوم ليکنې د بهير د پرمختګ له امله  خوښي څرګنده کړه  او له دې امله چې  د هرات ولايت مشرتابه  او دولتي مقاماتو په دې پروګرام  کې ونډه اخېستې  قدرداني يې وکړه.
د هرات والي وويل ؛ د افغانستان د اسلامي جمهوريت  د جمهوري رياست  له لارښوونې سره سم  دولتي مسوولين  به  د خپلې بيطرفۍ په ساتنې سره  د دغه بهير  د پرمختګ په خاطر همکاري وکړي.
دغه هيئت به د لويديځ زون نورو ولايتونو ته هم سفر وکړي  او د انتخاباتو د ترسره کولو او د ستونزو په اړوند  له بېلابېلوقشرونوسره خبرې اترې کوي.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته