امنیت

ابلاغيه

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ  ابلاغيه
ګرانو کابل ښاريانو !
دغونډو ، اعتصابونواو مظاهرو دقانون ددويمې مادې او داساسي قانون دشپږ ديرشمې مادې له مخې دغونډو، اعتصابونو او مظاهرو ترسره کول دهېوادوالو داساسي حقوقو له جملې څخه دي او دولت ددغو حقوقو په تامينولو او دغونډو او مظاهرو له حق څخه  داستفادې دښو شرايطو په برابرولو کې ځان مکلف بولي خو لکه څنګه چې هېوادوال خبر دي چې په وروستيو مظاهرو او اعتصابونوکې هغه موارد چې دهېواد په نافذو قوانينو کې تسجيل شوي دي ،  رعايت نه شول او دسردزياتو زيانونو او دمالي تاوانونو سبب  شول .
لکه څنګه چې وويل شول  دغونډو، اعتصابونو او مظاهرو ترسره کول دهېوادوالو داساسي حقوقو له جملې څخه دي خوکله چې دلارو په تړلو او داقتصادي فعاليتونو په بندولو سره له دغه حق څخه  استفاده دنورو  هېوادوالو دحقوقو دسلب او زيانمن کيدو سبب شي ،  هيڅ راز  قانوني توجيه نه لري اوبرعکس دهېوادوالوله حقوقو او قوانينو سره  په مغايرت کې دي .
له بلې خوا  دافغانستان دخلکو ټيټ صفته  دښمنان په دې لټه کې دي چې زموږ دخلکو امنيت او ارامي دهر راز  تروريستي عمل په اجراکولو سره  چې ممکن وي ،  ګډه وده  کړې .او دخپلې دغې کرغيړنې  موخې دتحقق په مقصد هلې ځلې کوي  چې دخلکو او حکومت ترمنځ  دبې باوري او بي اعتمادي په پيداکولو سره  دخپلو تروريستي  هدفونو او ناوړو هيلو  دتحقق لپاره  شرايط  مساعد کړي .
له دې امله له پتمنو کابل ښاريانو څخه غوښتنه کيږي  چې خپله هوښياري  وساتي او دامنيت دتامينولو په بهير کې دې له خپلو امنيتي ځواکونوسره چې شپه او ورځ  دهېوادوالو دامنيت او ارامي  دتامينولو په لټه کې دي ، همکاري وکړي اوله هغو کسانو څخه چې په مظاهرو کې ګډون کوي ، غوښتنه کيږي  چې دهېواد  دنافذو قوانينو په رعايتولو سره  دعامه نظم او امنيت په ساتنه او تامينولو کې  خپل هېوادني مکلفيتونه  اداکړي .
  له دې امله  په ښه توګه  دګران هېوادوالو دامنيت دتامينولو او دبي نظمي او  دناوړو پيښو درامنځته کيدو دمخنيوي په موخه ، دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ امنيتي ټيم  ځان دمظاهره کوونکو دامنيت په تامينولو مکلف بولي او دغه موارد ابلاغوي .
١_ دغونډو ، اعتصابونو او يادمظاهرو سازمان ورکوونکي  مکلفيت لري  چې دمظاهرو او غونډو دجوړولو او ترسره کولو په صورت کې دې دغونډو ، اعتصابونو او مظاهرو دقانون  له اوومې مادې سره سم  ، دموضوع په باب مخکې له مخکې پوليسو ته خبر ورکړي چې دامنيتي ځواکونو دغونډو اومظاهرو له سازمان ورکوونکو سره  په تفاهم کې دغونډو دتګلوري او سيمو اغيزمن امنيتي تدبيرونه  تامين کړي . .
٢_ له سازمان ورکوونکو او برخه والو څخه هيله کيږي چې دغونډو، اعتصابونو اومظاهرو دقانون  داتمې مادې په پام کې نيولو سره دې ممنوعه ساحو ( جمهوري رياست ، دوزير محمد اکبر خان ديپلوماتيکو سيمو ، پوځي  مرکزونو او تاسيساتو ، روغتونونو ،  ښوونځيو، وړکتونونو ، مهمو تجارتي سيمو او محافظت شويو ساحو ) ته له نږدې کيدو څخه ډډه وکړي .
٣_ دمظاهرو او غونډوسازمان ورکوونکي او برخه وال دې دغونډو ، اعتصابونو او مظاهرودقانون داوومې او اتمې مادې  په پام کې نيولو سره  دغونډو اومظاهرو په بهير کې دامنيتي ساتونکو افرادو اواشخاصو په ګډون په بيلابيلو  نومونو د وسلو دليږدونې مخه ونيسي .
٤_ دمظاهرواو غونډو سازمان ورکوونکو ته  ابلاغيږي چې دګرانو کابل ښاريانو دارامي او دعامه امن اونظم دساتنې په موخه ،  په بشپړه توګه دغونډو اعتصابونو اومظاهرو دقانون داوومې او اتمې مادې درعايتولو په ترڅ کې دهېواد د جزا دقانون ٢٣٠_ ٢٣٩_ ٢٤١او ٢٤٦ مادې هم  دمظاهرواو غونډو له پيل  څخه  ترپاى پورې  رعايت کړي .
٥_  دامنيتي ګواښونو  دکچې په  پام کې نيولو سره ، دکابل ګارنيزيون لويه قوماندانۍ دمظاهرو او غونډو له سازمان ورکوونکو څخه غواړي  چې دمظاهرو له پيل کيدو مخکې دې دامنيتي تدبيرونو دنيولو په برخه کې  له دغې قوماندانۍ سره  تفاهم وکړي .
٦_ له دغو مواردو څخه  دسرغړونې په صورت کې به  ،  دمظاهروسازمان ورکوونکي چې هويت يې په امنيتي بنسټونو کې تثبيت دى ، ځواب ورکوونکي  واوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته