ټولنه

په هرات کې يو واټ د اساسي قانون په نامه ونومول شو

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د واټونو د نومولو د کميسيون د پريکړې له مخې، د تخت صفر پخوانۍ څلور لارې د اساسي قانون د څلور لارې په نامه ونومول شوه.
د هرات والي عبدالقيوم رحيمي او د اساسي قانون پرتطبيق باندې د څارنې کميسيون استول شوي هيئت پرون په دې غونډه کې د ګډون په ترڅ کې د قانون په تطبيقولو ټينګار وکړ .
د هرات والي د اساسي قانون په نامه د دغه څلور لارې د نومولو هدف د قانون منلو او د خلکو ترمنځ د قانون د رعايتولو د فرهنګ رواجول وبلل او د واټونو د نومولو د کميسيون د همکارۍ له امله قدرداني وکړه.
له بله پلوه د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس آريا رووفيان هم په نږدې راتلوونکي کې، په دې ساحه کې د يوې آبدې د جوړولو خبر ورکړ او هيله يې وکړه چې د اساسي قانون په رڼا کې د دغې مهمې څلور لارې نومول، د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ترمنځ د قانون منلو د پياوړتيا سبب شي .
د اساسي قانون پر تطبيق باندې د څارنې د کميسيون غړي ډاکتر عبدالرووف هروي د هرات والي ته د دغه کميسيون د ځانګړي نښان په ورکولو سره د دغه ولايت د سيمه ييزو مسوولينو د همکارۍ له امله يې قدرداني وکړه.
د اساسي قانون څلور لاره د هرات ښار په شمال او د تخت صفر د دروازې په  وړاندې موقعيت لري.
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته