امنیت

په نيمروزکې د لسګونو ماينونو د ښخولو عامل ونيول شو

کابل باختردتلي اتلسمه :
يو وسله وال طالب پرون په نيمروز ولايت کې ونيول شو .
د نيمروز ولايت د ملي امنيت يوه کارکوونکي چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه وسله وال طالب د چخانسور ولسوالۍ مرکز ته څېرمه له پيژدنې وروسته ونيول شو .
خبرحاى زياته کړه: دغه وسله وال طالب په چحانسور ولسوالۍ کې د زياتو ماينونو په ښخولو او د ماينونو په چولو کې لاس درلود .
ده وويل: له نيول شوي سړي څخه تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته