امنیت

د يوځوان مړى په دامان کې وموندل شو

کابل باختر د لړم څلورمه :
ديوشل کلن ځوان مړى پرون دقندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې موندل شوى دى .دغه ځوان د دامان ولسوالۍ دمړوندى په ساحه کې په بې رحمى سره وژل شوى دى .
ددامان ولسوال عبدالودود باخترآژاسن ته وويل چې ددغه ځوان مړى پرون ددغې ولسوالۍ د مړوندى له ساحې څخه ترلاسه شوى دى خو د زياتوجزئياتو له ورکولو څخه يې ډډه وکړه .
دقندهار ولايت د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير سمونوال اسد الله وويل چې دغه ځوان د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوى دى او تر اوسه پورې دقضيې عامل نه دى نيول شوى .
  دمقتول پلار ويلي دي چې زوى يې دشخصي دښمنيوله امله وژل شوى دى او پخواهم خپل درې نور زامن يې له لاسه ورکړي دي .
دقندهار د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونوپرخلاف دمبارزې مدير وويل: دغه ځوان تيره اوونۍ دقندهار ښار د فاميليو له ساحې څخه بې درکه شوى و .
دقضيي دعامل دنيولو لپاره پلټنې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته