فرهنګ

د ځوانانو فدارسيونونو رپوټونه ورکړل

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو د معينيت فدراسيونونو نن خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د مطبوعاتو په نړيوال تالارکې جوړه شوې وه؛ لومړى د ځوانانو د چارو معين تيمورشاه اسحق زي خبرې وکړې؛ د هيواد په کچه يې د ځوانانو د فدراسيونونو د جوړولو هدف د هيواد په ستر او ملي، سياسي ، ټولنيزو، فرهنګي او ورزشي مسئلوکې دځوانانو دهمغږۍ،اړيکو،انګيزې ورکولو، تحرک او د پيوستون تامينول وبلل او ويې ويل: د ځوانانو دچارو معينيت له شپږو کلونو راپه دې خوا د يونيسف د دفتر او (پي ټي آر او) موسسې په مالي او تخنيکي همکارۍ د هيواد په شپاړلسو ولايتونوکې د ځوانانو فدراسيونونه جوړ کړي دي چې نن د دغو فدراسيونونو کارونه او فعاليتونه دځوانانو د چارو دمعينيت ، د يونيسف د دفتر او د (پي تي آر او) موسسى د مسوولينو له خوا څيړل کيږي او د مسوولينو دچارو د ښه د پرمخ بيولو لپاره خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
وروسته دځوانانو دفدراسيونونو يو شمېر مسوولينو دخپلوکارونو رپوټونه وړاندې کړل.
په پاى کې دځوانانو دچارو دمعينيت دپروګرامونو د سمون رييس سيد مصطفى سعيدي د غونډې کار مثبت وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته