سیاست

د سولې هڅې نوی خوځښت او سمون غواړي

کابل / د زمري ۵ مه / باختر
له بده مرغه هغه هیلې رښتیا نه شوې چې ګونې په قطر کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیکه وروسته به په افغانستان کې د جګړې تاو کمېږي او د افغانانو ترمنځ به د سولې خبرې پیل کېږي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع او همدارنګه د سولې هڅو د نوي خوځښت او سمون اړتیا څېړلې ده او لیکي:
په څو وروستیو میاشتو کې د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی او ورسره جوخت هم په جګړه کې د ښکیلو خواوو د اړوندانو او هم د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره شوې ده. دا په داسې حال کې چې اوس په سیمه ییزه او نړیواله کچه د سولې په اړه یوه پیاوړې اجماع رامنځ ته شوې ده او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پيل لپاره یو ښه زرین فرصت برابر شوی دی چې باید ګټه ترې واخیستل شي.
منو چې یو شمېر ګامونه اخیستل شوي دي. لکه د سولې عالي شورا جوړېدل، د مرکچي پلاوي ټاکل، د حکومت له خوا د شاوخوا څلورنیم زره بندیانو خلاصون او همدارنګه د طالبانو له خوا د شاوخوا ٨٠٠ بندیانو خوشي کول. همدارنګه د نړۍ دولسو هېوادونو تیاری ښودلی دی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړي او دا د نړۍ د جګړو او سوله ییزو مذاکراتو په تاریخ کې یوه بې سارې بېلګه ده چې د نړۍ دومره ګڼ هېوادونه غواړي د افغانستان د سولې په اړه د افغانانو ترمنځ د خبرو کوربه توب وکړي.
خو له بده مرغه دننه په هېواد کې حالت ښه نه برېښي. لکه په پيل کې چې وویل شول؛ د هېواد په ځینو سیمو کې جګړو زور اخیستی دی. کله چې جګړه زور اخلي، نو بیا د سولې په اړه خبرې څنډې ته کېږي او له پامه غورځول کېږي، په داسې حال کې چې زموږ موخه او هڅه دا ده چې د سولې خبرې په څنډه کې نه، بلکې متن کې وي، له پامه ونه لوېږي، بلکې تل تر جدي پاملرنې لاندې وي.
د دغې اړتیا په پام کې نیولو سره، د سولې روانې هڅې نوی سمون او خوځښت غواړي. موږ باید اجازه ورنه کړو چې کوم څوک یا کومه ډله او یا هم کوم هېواد د سولې روانې هڅې له خپل اصلي تګلوري بلې خوا ته کړي او تر دې دمه ټول ترسره شوي کوښښونه په اوبو لاهو کړي.
د سولې خبرو ته د نوي سمون او خوځښت ورکولو لپاره اړتیا ده چې ټول ښکیل لوري خپلو دریځونو ته نوې کتنه وکړي. په دې نوې کتنه کې ټول باید هغه خنډونه او ستونزې وپېژني چې د سولې خبرو د پرمخ بیولو مخه یې نیولې ده او بیا ټول په ګډه د دغو خنډونو د لرې کولو لپاره میکانیزم جوړ کړي.
له بده مرغه تر دې دمه ټول لوري پر یو بل پړه اچوي او هر یو د جګړې له مسوولیته د تېښتې کوښښ کوي. که موږ دغه راز ناندریو ته دوام ورکړو او د یو بل د ملامتولو کوښښ وکړو، نو دا کار موږ اصلي موخې ته نه رسوي.
زموږ اصلي موخه د جګړې درول او د سولې بسیا کول دي. دا زموږ مسوولیت دی چې باید ټول امکانات وکاروو او جګړې ته پای ورکړو. د جګړې درول او د سولې بسیا کول د ټولو ګډ مسوولیت دی او باید دا مسوولیت په ښه توګه ترسره کړو.
پاى / ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته