کابل، د لړم ۲۴ مه، باختر
د هېواد د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولین وايي، چې فلای دوبۍ هوايي شرکت افغانستان ته بیاځل الوتنې پیل کړې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د پرله پسې هڅو په پایله کې له څه باندې دوه کلن ځنډ وروسته افغانستان ته د فلای دوبۍ هوايي شرکت الوتنې بیا او نن د لړم په ۲۴ نېټه یې لومړۍ الوتنه کابل نړیوال هوايي ډګرته ترسره کړه.
د مسوولینو په وینا، کابل ته د فلای دوبۍ الوتنې دا ښي چې د افغانستان فضا د هرډول الوتنو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې او د افغانستان په ټولو هوايي ډګرونو کې اړینې آسانتیاوې برابرې او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغانستان ته د فلای دوبۍ الوتنو پیل به د هوايي شرکتونو ترمنځ د مناسبو نرخونو په ټاکلو کې سالم رقابت ته لاره هواره کړي.