سیاست

خبرتيا

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
د ميلاد النبي (ص) د را رسيدو په مناسبت د حج او اوقافو وزارت خبرتيا
د حج او اوقافو وزارت د بشريت د ناجي، د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د نيکمرغه ميلاد د ښې نمانځنې په مناسبت د ليندۍ د مياشتې له اتمې نيټې څخه تر شپاړلسمې نيټې پورې چې د ربيع الاول له يوولسمې نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې برابره ده؛ د (رحمة العالمين) د اوونۍ په نامه نومولې ده.
له دې امله د جوماتونو او حسينيه و له ټولو ملا امامانو، خطيبانو او واعظانو،  د فرهنګي او ټولنيزو بنسټونو، علمي مرکزونو، دولتي ارګانونو، رسنيو او ديندارو هېوادوالو څخه غوښتنه کيږي چې د ويناو د غونډو، د کلام الله مجيد د ختمونو، د سيرت لوستلو د غونډو په جوړولو او د علمي سياليو په ترسره کولو سره د دغه مهم ديني مناسبت نمانځنه او درناوى وکړي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته