سیاست

جمهوررئیس غني د کابل پوهنتون دمرکزي لیلیې محصلانو ته په خطاب کې: د افغانستان د راتلونکي لپاره سترې مفکورې ایجاد کړئ

کابل باختر د غبرګولي اتمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د کابل پوهنتون د مرکزي لیلیې له محصلانو سره د ماښام لمونځ ادا‌‌‌ء او له هغوی سره یې یو ځای روژه ماتې وکړ. دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د روژه ماتې په دې مېلمستیا کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، محمدیونس عاشوري او زیبا درمل د کابل پوهنتون دمرکزي لیلیې د محصلانو په استازیتوب خبرې وکړې. هغوی د حکومت د انکشافي برنامو د تحقق په برخه کې په ځانګړي ډول د ټاپې، سلما بند، کاسا زر، د اوبو د مدیریت او بریالي بهرني سیاست په ګډون د سترو سیمه‎ییزو پروژو د تطبیق په برخه کې د جمهوررئیس د هڅو قدرداني وکړه. ویناوالو دغه راز د اکاډمیک وضعیت د ښه والي په خاطر د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ او کابل پوهنتون له هڅوڅخه مننه وکړه او د لابراتوارونو او معیاري کتابتونونو د نشتوالي په اړه یې خپلې ستونزې مطرح او د هېواد د لوړو زده کړو د نظام پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ. د هېواد جمهوررئیس محصلانو ته په خطاب کې وویل: د افغانستان راتلونکی په تاسې پورې اړه لري، تاسې باید د افغانستان ۴۰ کلن بحران ختم کړئ او دې هېواد ته سوله، ثبات او هوساینه ور په برخه کړئ. هغه زیاته کړه: تاسې نخبه ګان، د افغانستان لویه پانګه او د ملي یووالي استازي یاست چې پر تاسې پانګونه زموږ کاري لومړیتوب دی. جمهوررئیس له محصلانو وغوښتل چې په خپلو رغاونکو بحثونو، د افغانستان د راتلونکي لپاره سترې مفکورې ایجاد کړي. جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، تاسې هغه نسل یاست چې اسلام، ځان، افغانستان او خپل ملي هویت په ښه ډول درک کوئ. جمهوررئیس غني زیاته کړه، د هېواد د لوړو زده کړو په سکتور کې بدلون راغلی، خو بسنه نه کوي او باید لا زیات تحرک ایجاد شي. هغه د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته په اشارې وویل، دا هېواد پریمانه سرمایې لري چې د ترانزیټ او سیمه‎ییزې همکارۍ په برخو کې یې خپل ځای موندلى دی. جمهوررئیس زیاته کړه، زموږ د ځوان نسل راتلونکی په سیمې پورې تړلی دی او اړتیا ده چې دا نسل د سیمې او د افغانستان سره همکار هېوادونه وپېژني. هغه د هېواد د اوبو ، ځمکې او کانونو د منابعو پر غوره مدیریت ټینګار وکړ .# پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته