امنیت

دماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او يو تن بل ټپي شو

مهترلام –باختر دتلې ١٠
دکابل –جلال آباد په لويه لاره کې دماين دچاودنې له امله ديوې حقوقي امنيتي کمپنۍ يو ساتونکى ووژل شو او يو تن بل ټپي شو.
دلغمان والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: دناټو دځواکونو اکمالاتي کتار تيره  شپه کله چې دقرغيو ولسوالۍ دمشعلې له ساحې څخه تيريده، په ولايت کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت او چاودنه وشوه. دخصوصي امنيتي کمپنۍ يو ساتونکى چې دناټو دپوځيانو دکتار دليږدولو مسووليت يې په غاړه درلود ووژل شو او يو تن بل ټپي شو .
خبر ځاى زياته کړه: په دې پيښه کې ددغو پوځيانو دتيلو يو ټانکر په بشپړه توګه سوځيدلې او لمنځه تللې دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته