امنیت

دکندز هوايي ډګر بيا رغاول کيږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دکندز دهوايي ډګر دبيا رغاونې  تړون نن دهوايي چلند دخپلواکې ادارې د لوى  رييس کپيتان  حامدظاهر  او دفيض شرکت ترمنځ لاسليک شو .
دباختراژانس دخبر له مخې ددغې پروژې  لګښت درې سوه نهه اتيا مليونه افغانۍ  دى چې ددولت له بودجې څخه ورکول کيږي .
دپروګرام له مخې ټاکل شوې ده چې ددغې  پروژې کارتر يوکال پورې بشپړ شي
دکندز ولايت دهوايي ډګر دبيا رغاونې کار ملکي هوايي چلند دخپلواکې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه دي  او په خپله جمهور رييس په دې برخه کې  ځانګړې  پاملرنه کړې  ده .
ديادونې وړ ده چې دکندز ولايت دهوايي ډګر دناستې او الوتنې کرښه د٦٢٠ مترو په اوږدوالي اويومتر په  ژورتيا سره لرې کيږي او بيرته په اساسي ډول قير کيږي .
دغه راز ټاکل شوې ده  دالوتکو دستونزود موقتي حل په مقصد دناستې او الوتنې موقتي کرښه جوړه شي او دغه راز دډګر دامنيت دتامينولو او ساتنې او څارنې په مقصد به دکندز دهوايي ډګر شاوخواددولسو کيلومترو په اوږدوالي ځالې ونيول شي او دڅارنې لس برجوته هم جوړ شي .
په همدې حال کې دکندز ولايت دهوايي ډګر دنوى ترمينل د جوړولوکار به په نږدې  راتلونکې کې بشپړ شي
دغه ترمينل د ٦٨مليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته