ټولنه

دکور جوړولو په تصدى کې داصلاحاتو دپړاو تطبيق پيل شو .

کابل باختر د زمري  اوومه :
داصلاحاتو دتفاهم ليک دتطبيق پړاو نن  دښار اوکورجوړولو وزارت  دکور جوړولو په تصدي کې  پيل شو .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  په هغو مراسمو کې چې له همدې امله  پرځاى شوي و داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کميسيون رييس نادر نادري وويل  چې تصدي  دهېواد داقتصاد په وده کې  رغنده رول لري  نوبايد دکور جوړولو په تصدي کې  چې دوه سوه درې ويشت بستونه پکې شته  دشفاف بهير له لارې  دکميسيون له خوا دښار جوړولو وزارت په همکارۍ  غوره کسان  استخدام شي .
  په همدې ترتيب دښار جوړولو وزير  سيد سعادت  منصور نادري وويل چې دکور جوړولو په تصدي کې داصلاحاتو له تطبيق وروسته ددغه کميسيون  په همکارۍ  په بنايي تصدي کې  داصلاحاتو دتطبيق لومړى پړاو پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته