امنیت

په هرات کې د روان کال په بهيرکې شپږ ټنه نشه يي توکې کشف شوي دي

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه شپږ تنه ډول ډول نشه يي توکي په هرات ولايت کې کشف او ضبط شوي دي .
دهرات دپوليسو مسولين وايي: دغه نشه يي توکي له قاچاق وړونکو او ددغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه ترلاسه شوي دي.
د هرات ولايت امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره باختر آژانس ته وويل: ددغو نشه يي توکو په تور په لسګونو تنه پيژندل شوي قاچاق وړونکي په هرات ولايت کې نيول شوي دي چې نسبتي دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارلې شوې دي .
د امنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې: ددغو نشه يي توکو زياته برخه اپين او پاتې يې هروين ، چرس او الکولي مشروبات دي .
دجنرال قطره دڅرګندونو له مخې: د دومره دنشه يي توکو کشفول له دغې پديدې سره دمبارزې په لاره کې د هرات دامنيتي ځواکونو دجدي هلوځلو ښکارندوى دى او دغه بهير به دغه راز په خپل قوت سره دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته