امنیت

شل تنه وسله وال طالبان په هرات کې ووژل شول

کا بل باختر د  زمري اوولسمه :
د طالبانو ديو سرګروپ په ګډون شل تنه وسله وال طالبان پرون په هرات کې ووژل شول.
د ځانګړو عملياتو د قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګرمن عبدالقيوم  نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغه ولايت دشينډنډ ولسوالۍ  د زيرکوه په مربوطاتوکې ددغه قول اردو  دمنسوبانو په عملياتو کې ووژل شول .
په وژل شويوکسانوکې د طالبانو يو سيمه ييز سرګروپ  قوماندان ناني هم شامل دى .
ده زياته کړه چې په دغوعملياتوکې د دښمن دوه سراچه موټر، شپږ  موټرسايکلونه، دوه کلاشينکوفونه، درې تومانچې، يو لايزر دار توغندى هم ترلاسه او څو کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
   ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته