سیاست

جمهور رئیس غني د ختیځو ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل باختر دوږي  دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ختیځو ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته سفر وکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ۲۰۱ سېلاب قول اردو کې د ننګرهار، لغمان او کونړد ولایتونو ملکي او نظامي مسوولینو جمهور رئیس ته هرکلی ووایه او د قطعې له معاینې وروسته یې له ملکي او نظامي مسوولینو سره په امنیتي غونډه کې د ختیځو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.
د مسوولینو د اجراتو د راپورونو، لاسته راوړنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته جمهور رئیس د ۲۰۱ سېلاب قول اردوله سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلاجلاکتنو کې د دوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
هغوی له جمهور رئیس څخه د تېرو ستونزو د حل او ژمنو د عملي کولو له امله مننه وکړه او په ټینګار سره یې وویل، چې د افغانستان د دفاع او د خپلو هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي.
جمهور رئیس غني د ۲۰۱ سېلاب قول اردو منسوبینو او مسوولینو ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او د دوی سرښندنو، مبارزو او هلو ځلو ته په اشارې یې وویل، ستاسو له برکته سږ کال ټولو هېوادوالو په امن فضا کې نېکمرغه لوی اختر ونمانځه.
جمهور رئیس وویل، په راتلونکو څلورو کلونو کې به شپږ میلیارد ډالر د افغانستان پر هوایي ځواک ولګېږي. هغه زیاته کړه، د امریکا متحده ایالتونو د نوې ستراتیژۍ له اعلام وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت ملاتړ زیات شوی او نور هم زیاتېږي.
ورپسې جمهور رئیس د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د غونډو په تالار کې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې د یادې قول اردوله منسوبینوسره چې د ختیځو ولایتونووالیانو، امنیه قوماندانانو او د امنیت رئیسانو هم په کې حضور درلود، ګډون او وینا وکړه.
په پیل کې د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال محمدشریف یفتلي جمهور رئیس او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او په لنډه موده کې د هېواد پنځو قول اردوګانو او یوې فرقې څخه د جمهور رئیس لیدنه او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ده ملاتړ او پاملرنه یې د هېواد په تاریخ کې بېسارې وبلله.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز وویل، په ختیځو ولایتونو کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په صداقت او شجاعت د هېواد د دفاع او د خلکو د امنیت د تامین په برخه کې خدمت کوي. هغه زیاته کړه، د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د اتلو سرتېرو د مېړانې او مبارزې له برکته په ختیځو ولایتونو کې دښمن ماته خوړلې.
نوموړي د ختیځو ولایتونو د ولسونو له ملاتړ څخه په مننې  د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سرتېرو او منسوبینو توانمندي او زړورتیا وستایله او وې ویل:  د امنیت تامین زموږ له مهمو دندو څخه ده چې د ختیځو ولایتونو د نظامي مسوولینو د ګډې همغږۍ او همکارۍ له امله به دغه دنده پر وخت او بریالیتوب ترسره کړو.
جمهور رئیس غني د غونډې ګډونوالو ته د وینا پرمهال د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کورنیو څخه له دې امله مننه وکړه چې د هېواد د دفاع او خدمت لپاره یې صادق او زړور بچیان روزلي دي.
جمهور رئیس امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې وویل، ستاسو د قربانیو او هلو ځلو له برکته به  ډېر ژر هېواد امن، باثباته او زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلو کورنیو غېږو ته ورستانه شي.
د هېواد جمهور رئیس د داعش په ځپلو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونه اتلولي وستایله او د ختیځو ولایتونوله ولسونو څخه یې له دې امله مننه وکړه، چې د دوی زياتره اولادونه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شپه او ورځ خدمت کوي.
محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وویل، ستاسو د اتلولیو او کارنامو له برکته ما په پوره ویاړ ستاسو استازیتوب وکړ او ستاسو د سرښندنو له برکته د امریکا متحده ایالاتونو داسې ستراتیژي اعلام کړه چې په تطبیق سره به یې زموږ د هېوادوالو د ۴۰ کلونو هیلې پوره شي.
جمهور رئیس د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو تحرک ته په اشارې وویل، دوی به په ګډه همغږۍ او همکارۍ زموږ د خلکو هیلې پوره کړي. همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ارګانونو د مسوولینو او د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سالمې رهبرۍ څخه هم مننه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په موخه به داسې بنسټ کېږدو چې دوی هیڅ وخت هېر نشي او د دولت له لوري د کورونو، ښوونځیو او نورو تاسیساتو د جوړولو پرمهال دوی ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو دخوځنده ساتلو لپاره مې لازمې لارښوونې کړي او همدارنګه به د کډوالۍ له چاپیریال څخه راستنېدونکو هېوادوالو ته هم ښه شرایط برابر او د ځمکو د غصب مخه ونیول شي. هغه زیاته کړه، افغان کډوال زموږ د وجود برخه دي او د هېواد په هره برخه کې ژوند کول د دوی قانوني حق دی.
جمهور رئیس د خپلې وینا په پای کې یو ځل بیا له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه له دې امله چې د افغانستان د ملي وحدت او عزت استازیتوب یې کړی مننه وکړه. هغه زیاته کړه، ستاسو د قربانیو او تېرو دوه نیمو کلونو د اصلاحاتو له برکته د دولت ملکي برخه په قوت حرکت کوي او له دې وروسته به یوازې امنیتي او دفاعي ځواکونه ټول بار نه اوچتوي.
ورپسې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ډګر جنرال محمدزمان وزیري امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې قدرداني وکړه او وې ویل: ستاسو لارښوونې مو واورېدې او د دندو د ترسره کولو پرمهال به یې په جدي توګه په پام کې ونیسو.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د هېواد د دفاع او د افغانستان د دښمنانو د ځپلو او د دوی د ناوړو پلانونو د شنډولو په برخه کې به له هیڅ ډول سرښندنو څخه ډډه ونه کړي.
د دغه سفر په جریان کې جمهور رئیس د ۲۰۱ سېلاب قول اردوپه ۱۰۰ بستریز روغتون کې د بسترو ټپیانو د حالت پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله. جمهور رئیس د دغه روغتون ډاکټرانو ته د هغوی د سالمې درملنې لارښوونه وکړه. 
ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته