امنیت

دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شول.

کابل   باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دملي اردو درې تنه منسوبين پرون دماين چاودنې په دريو جلاجلا پيښو کې شهيدان شول  .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : دملي اردو درې تنه منسوبين دپکتيا ولايت دسيدکرم،  دهرات ولايت دشينډنډ او دفارياب ولايت دقيصار ولسواليو په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنو له امله شهيدان شول .
دغه راز دملي اردو منسوبينو دننګرهار ولايت دبټي کوټ ، دکندز ولايت د دشت ارچى او دغزني ولايت داندړو ولسواليو په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې يوه ايکم مخابره ،يو موټر سايکل ،پنځه کلاشنکوفونه  او دوه ماينونه کشف او ترلاسه کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته