امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان په پکتيا کې ونيول شول

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ١٠
د پکتيا د ملي امنيت ځواکونو په لجه منګل ولسوالۍ کې د ګډو عملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله وال مخالفين ونيول او يوه اندازه وسله او مهمات يې ضبط کړي دي.
د پکتيا والي جنرال زلمي ويسا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه دوه تنه هغه وخت د امنيتي ځواکونو له خوا وپيژندل شول چې دوه سوه شپږ ډول ډول وسلې له هغوى څخه چې په يو ډيپوکې ساتل کيدې؛ ضبطې شوې.
په دغو وسلوکې يو سلو درې اويا کمري تومانچې، ديرش کلاشينکوفونه، شپاړلس بې پسلګده توپونه، يوه داشکه او يو کرينوف شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته