سیاست

دمبارکي پيغام

د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي له خوا دارجنتاين د جمهور رئيس کريستينا فيرنندوز دي کوچيز په نامه ددغه هيوادد جمهور رئيس په تو ګه دده د بيا ټا کنې له ا مله ددغه هيواد مرکز ته دمبار کۍ پيغام ليږل شوى دى

په پيغام کې ويل شوى دى ، خوښ يم چې د افغا نستان دخلکو په استا زيتو ب دارجنتاين د جمهور رئيس په تو ګه ستاسو د بيا ټا کنې له ا مله دډيرو ښو مبارکيو مراتب څرګند وم

له ترديد پرته ددغه هيواد د جمهور رئيس په تو ګه ستاسو بيا ټا کنه دباور اوستاسو له پرو ګرا مو نو سره دارجنتاين د خلکو د ملا تړ څرګندوى دى

بشپړ باور لرم ،ستاسو په نوى کارى دوره کې اوسنى دوستا نه اړيکى چې د متقا بل درنا وي اود افغا نستان او ارجنتاين ترمنځ ددوستا نه اړيکو پربنسټ تکيه لري له پخوا زيا تې پرا ختيا او پيا وړ تيا مو مي

دغه را ز د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت د جمهور رئيس حامد کرزي له خوا دبوسنيا هرزيګونيا د جمهور رئيس ريلحکو کومسيک په نا مه ددغه هيواد د ملى ورځې له ا مله د بوسنيا هرزيګو نيا مرکز ته دمبار کۍ پيغام ليږل شوى دى

په پيغا م کې ويل شوى دى :

خوښ يم چې د افغا نستان د خلکو په استا زيتو ب دبوسنيا هرزيګونيا جمهوريت د ملى ورځې له ا مله دډيرو ښو مبار کيو مراتب تاسو او ددغه هيواد دوستو خلکو ته څرګند وم

د افغا نستان خلک د افغا نستان د اسلا مي جمهوريت اود بوسنيا هرزيګو نيا جمهوريت ترمنځ دوستا نه اړيکو ته د درنا وي په ترڅ کې د هغو د لا زيا تې پراختيا او پيا وړ تيا هيله کوى

بشپړ باور لرم چې زموږ د هيوادو نو ترمنځ اوسني دوستا نه اړيکى او همکاري به دهرى ورځې په تيريدو سره په سياسي اقتصادى او فرهنګى برخو کې لا زيات ټينګښت او پرا ختيا و مو مى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته