سیاست

دهېواد دخپلواکۍ کاليزه په کندز کې ونمانځل شوه

  کابلباختردزمري دمياشتې٢٩ نيټه :
دهېواد د خپلواکۍ  دبيرته ترلاسه کولو ٩٩ يمه کاليزه پرون په کندز ولايت کې ونمانځل شوه  .
دباخترآژانس دخبريال دخپرله مخې ؛ په هغې  غونډه کې  چې په همدې مناسبت  دسيمه ييزو مسوولينو ، دولايتي شورا دغړو ، دملکي اوپوځي ادارو دمسوولينو، عالمانو، سپين ږيرو، دمدني ټولني دفعالانو  او خبريالانو په ګډون په کندز ښارکې جوړه شوې وه دکندز ولايت سرپرست  حشمت رحيمي عرض بيګي   دهېواد د جمهوررئيس محمد اشرف غني ، اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله  عبدالله  او دکندز دوالي عبدالجبارنعيمي پيغامونه ولوستل .
عرض بيګي زياته کړه  سره له دې چې نن دافغانستان دخپلواکۍ له بيرته ترلاسه  کولو څخه  ٩٩ کلونه تيريږي اوس هم  زموږهېواد د ګاونډيو هېوادونو دلاسوهنې له امله اغيزمن دى.
دکندز ولايت سرپرست غازي امان الله خان يو هېواد پال او ترقي  غوښتوونکى 
شخص وباله او ويې ويل ؛ موږ بايد ټول دهېواد دآبادۍ او سمسورتيا لپاره ددغه ستر باچا لاره تعقيب کړو .
په دې غونډه کې   دپاميردشلمې فرقۍ قوماندان ، د٨٠٨ سپين زر  زون قوماندان ، په ولايتي شورا کې   دخلکو استازي مولوي خوش محمدنصرت يار هم  دباچا غازي امان الله خان دکارنامو په باب خبرې اترې وکړې.
دغه راز  دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو٩٩ يمه کاليزه په ميدان وردګو او لغمان او يوشمير نوروولايتونو کې هم ونمانځل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته