ورزش

په ننګرهار کې دفوټبال انتخاباتي سياليو دوام وموند

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
په ننګرهار کې دفوټبال انتخاباتي  سياليو نن په دوو لوبو سره دوام وموند
ددغو سياليو دترسره کولو مسوول نعيم کريمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو لوبو کې د نورستان ټيم دصفر په وړاندې په دوو سره دننګرهار الف ټيم ته ماتې ورکړه او دننګرهار دبي ټيم د يوې په وړاندې په څلورو سره دلغمان ټيم ته ماتې ورکړه .
دکريمي د څرګندونو له مخې : دسپين غربازانو ټيم ته دتکړه څيرو دانتخابولو په موخه د فوټبال انتخاباتي سيالۍ پرون دڅلورو ټيمونوترمنځ په ننګرهار کې پيل شوې دي چې څلور ورځې دوام کوي.
کريمي زياته کړه چې په پرونيو لوبو کې دنورستان ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دننګرهار بي ټيم ته ماتې ورکړه او دننګرهار الف ټيم په يوه په زړه پورې لوبه کې د دوو په وړاندې په اوو سره دلغمان پرټيم بريالى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته