امنیت

څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د هېواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په بهير کې څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د هوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ د غزني ولايت د مقر د ميدان وردګو ولايت د سيد آباد او نرخ او د ننګرهار ولايت د پچير او آګام د ولسواليو او د هلمند، کونړ، کندز، پکتيکا، بادغيس، روزګان فارياب، سرپل، بغلان او د غور د ولايتونو په مربوطاتوکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څوارلس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او څوارلس تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن د وسلو او مهماتو يوه ډيپو او د ماين جوړولو يوه کارخانه هم کشف او له منځه وړل شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته