امنیت

په ننګرهار کې د ١٦ تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر غبرګولي دمياشتې ٢٠ نيټه :
دداعشيانو دډلې ١٦ تنه  غړي  په ننګرهارولايت کې  دځانګړو ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې د  ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې په نويو بريدونوکې  ١٦ تنه داعشيان ووژل شول .                         
ده وويل  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  دخوږياڼيو ، اچين ،  روداتو ، هسکې مينې او د بټي کوټ دولسواليو  په مربوطاتو کې ددوى په پټنځيو   بريدونه شوي دي    .                                                                                                  د   درارسيدلو   خبرونو  له مخې    په دغو هوايي اوځمکنيو بريدونو کې  دداعشيانو څومرکزونه او پټنځي له تولو جنګي وسايلو سره يې   دړې  وړې  شوي دي .                                                                                                           په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار ولايت   کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه  ٥ ماينونه کشف او شنډ کړل   ددغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي  .                           
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې  د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوديوې  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي
په دې  ډيپو کې  چې دکوټ ولسوالۍ  دډاراچوونکوپه پټنځي کې ساتل کيده يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . .
پاى   ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته