جلال آبادباختر دوږي دمياشتې ١٥ نيټه :
د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزيون د تاسيساتو د بيا رغاونې او سمبالولو کار پرون پيل شو.
په دغې دولتي رسنۍ د روان کال د ثور د مياشتې په ٢٧ نېټه د ډار اچوونکوله خوا بريد شوى و او د هغې تاسيساتو او د خپرولو دستګاوو ته زيان اوښتى .
په دغه ډار اچوونکي بريدکې چې مسووليت يې داعش په غاړه اخيستى و، د ملي راډيو ټلويزيون څلور تنه کارکوونکي او يو پوليس شهيدان او لس تنه نور ټپيان شوي وو.
د ننګرهار والي ګلاب منګل وايي چې د ننګرهار ولايت د ملي راډيو ټلويزيون په بيا رغاونې اوسمبالولوکې به لس ميليونه افغانۍ ولګول شي.
ده له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې په خپل کارکې کيفيت په پام کې ونيسي.
د ننګرهار ولايت د ملي راډيو ټلويزيون آمر امين الله زهير باختر آژانس ته وويل چې په بيا رغاونې سره به د دغې رسنۍ فعاليتونه زيات شي.
قراردادي شرکت وايي چې د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزيون د بيا رغاونې او سمبالولو کار به درې مياشتې وخت ونيسي .
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل