امنیت

له وسله والو طالبانو څخه ديوې ځوريدلې مور غوښتنه : ميندې زما په شان مه غمجنوي .

کابل باخترد ثور اتلسمه :
شهيدنويد ( ارين )   چې ټاکل شوې وه دنيکمرغه  کوچني اختر په اوومه ورځ دده دواده مراسم  پرځاى شي  دبغلان ولايت  په امنيې قوماندانۍ دتروريستانو دبريد دقربانيانو له جملې څخه دى چې درې ورځې مخکې شهيدان شول
دنويد مور اوس په کورکې  يواځې پاتې شوې ده او بل څوک په خپل  څنګ کې نه لري چې له هغه سره دخپل يواځني  بچي نويد غم شريک کړي .
دنويد مورچې په بشپړه توګه غمجنه او ناهيلې وه  په چيغو سره يې ويل چې زما نويد جان درې کاله مخکې دبغلان پوهنتون دادبياتو له پوهنځي  څخه فارغ شو د مناسب کار دنه موندلو په نسبت دبغلان ولايت په امنيه قومادانۍ کې دخانه سامان په توګه په دندې ګومارل شوى و .
دنويد مور  چې دوه نيمې  مياشتې مخکې دخپل ميړه په له لاسه ورکولو  سره اوس کونډه ده او يواځنى تکيه ځاى او هيله يې  ددې بچي نويد و ، له بده مرغه هغه يې هم له لاسه ورکړ او اوس په کور کې يوآځې پاتې شوې ده .
هغه وايي چې زه ددوو لوڼو او ديوه زوى په ګډون ددريو بچيانو مور وم چې له بده مرغه يولور مې  په تيرو کلونوکې دبريښنا نيونې له امله ووژل شوه دويمې لور مې واده وکړ او يواځې نويد مې په خپل څنګ کې درلودچې درې ورځې مخکې هغه هم طالبانو له ما څخه واخست .
دنويد مور وويل چې دنويد ارين له کوژدن  څخه دوه نيم کاله تير شوى و .
دهغه د واده ټول ضروري لوازم او وسايل  فرش دخوب تخت او نور اړين وسايل برابر شوي و .  او ټاکل شوې وه چې د راروان نيکمرغه کوچني اختر په اوومه ورځ دهغه د واده مراسم  پرځاى شي چې ونه شول  .
هغې طالبانوته په خطاب کې وويل چې دلوى  خداى (ج)  او دقران عظيم الشان په لحاظ جګړه بس کړئ سوله وکړئ نور ميندې زمان په شان  غمجنې او بورې  نه کړې .
ننګيالى  هغه ځوان چې له نويد سره  په ګاونډ کې و په داسې حال کې چې دخپلو سترګو اوښکي يې په لاس سره  پاکول شهيد  نويد يې مئودب دښه اخلاق لرونکى او دښه چلند لرونکي ځوان په توګه وباله او ويې ويل دولس کاله موږ دواړه په دويم لمبر ليسه کې ټولکي وال و، له هغه   څخه خوږ يې  خاطرې  لرم دا يواځې دنويد مور نه ده چې دروژې دمبارکې مياشتې په درشل  کې دخپل بچي دماتم په ټغر  کښيناسته  .  بلکې  دبغلان  ولايت په امنيې قوماندانۍ دتروريستانو په بريد کې دامنيې  قوماندانۍ ودانۍ او داستوګنې شاوخوا کورونو ته دزياتو  تاوانونو په اوښتو سربيره  اتلس تنه شهيدان او اووه پنځوس تنه نور ټپيان شول .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته