امنیت

درې طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل/ دسلواغې لومړۍ / باختر
د هلمند د سنګین ولسوالۍ په شکر شیله سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په سنګین ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرسنګر برید وکړ چې بېرته په شا وتمبول شو او درې وسله وال طالبان پکې وژل شوي دي.
ویل کېږي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته