کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٤نيټه :
د جمهوري رياست وياند د استعفا د کولو په باب د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کمشينرانو د ګواښولو په اړوند تورونه رد کړل .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: دجمهوري رياست وياندمحمدهارون چغانسوري چې نن يې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې وويل: انتخابات دافغانستان د دولت له لومړيتوبونو څخه دى او د خلکو نوم ليکنه د دې ښکارندويه ده چې زموږ خلک په انتخاباتو کې دګډون هيله لري .
ده وويل ؛ دافغانستان دښمنان هلې ځلې کوي چې دغه بهير ته زيان ورسوي، په داسې حال کې چې جمهور رئيس خپل زيات وخت د انتخاباتو امنيتي مسئلو او د چارو ښه والي ته ځانګړى کړى دى .
چغانسوري وويل چې جمهور رئيس د ويډيو کنفرانس له لارې دسياسي ګوندونوله مسوولينو، امنيه قوماندانانو، د قول اردوګانو له قوماندانانو، د پوهنتونونو له استادانو او مدني فعالينو سره خبرې کړې دي او له هغو څخه يې غوښتې دي چې د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د ښې فضا د برابرولو په لاره کې کار وکړي او خلک په دې بهيرکې د ګډون لپاره وهڅوي.
ده زياته کړه: امنيتي بنسټونو ته لارښوونه شوې ده چې د انتخاباتو په بهيرکې لاسوهنه ونه کړي او جمهور رئيس هم هيڅکله د انتخاباتي کميسيونونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هيچاته هم د لاسوهنې اجازه ورکوي او هيڅکله يې هم دکميسيون له غړو سره په انفرادي ډول غونډه نه ده کړې.
چغانسوري وويل: دهېواد جمهور رئيس او دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته د بل هرڅه په نسبت د افغانستان د خلکو ژوند ډيرمهم دى او کاغذي تذکرو په کاپي د اسټيکرونو د لګولو په خاطر د کميسيون د وړانديز له مخې يوه تخنيکي کميټه جوړه شوه او له څيړنو وروسته د خلکو د هڅونې په خاطر تائيد شوه چې د تذکرې په کاپي او اصلي د اسټيکرونو لګول اختياري دي .
ده وويل: موږ د استعفا په مقصد د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د کمشينرانو د ګواښولو په باب تورونه په بشپړه توګه ردوو او هرڅوک چې کوم تشويش لري بايد د خپلې استعفا لپاره خپل دليلونه او انديښنې وړاندې کړي.
پاىج ذ
0 1 دقیقه لوستل