اقتصاد

افغانستان اوتاجکستان دګډې پانګې اچونې په پراختيا موافقه وکړه

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
دافغانستان داقتصاد او دتاجکستان  دترانسپورت وزيرانو ددواړو هېوادونو داقتصادي همکاريو  دغونډې په پاى کې پرون  دګډې پانګې اچونې دپراختيا په باب  موافقه وکړه .
  دباختراژانس دخبرله مخې ،  دهېواد داقتصاد وزير  عبدالستار مراد خبريالانو ته وويل   چې افغانستان اوتاجکستان  داوسپنې پټلۍ ،  واټونو او د بريښنا دبندونو دپروژو په برخو کې په دواړو هېوادونوکې دګډې پانګې اچونې د زياتوالي په لاره کې  موافقې ته رسيدلي دي .
ده دغه راز وويل موږ هلې ځلې کوو چې په بيلابيلو برخو کې ګډې پانګې اچونې ته زمينې برابرې کړو . چې له دې لارې  ددواړو هېوادونو  اقتصادښه وده وکړي . 
ده زياته کړه چې افغانستان اوتاجکستان په سيمه کې  دوه مهم او همکار هېوادونه دي .
دتاجکستان دترانسپورت وزير  خدايار زاده بيک  هم  وويل چې هېواد يې  نړيوالو بازارونو ته دافغانستان  د پيوند ورکولو لپاره  له افغانستان سره مرسته کوي . او هلې ځلې کوي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ پوله کې زياتې تجارتي لارې  جوړې کړي .
  دتاجکستان  دترانسپورت وزير زياته کړه  زموږ دګډې پولې  په پام کې نيولو سره هلې ځلې کوو چې په بيلابيلو برخو کې ددواړو هېوادونو اړتياوې په ګډو همکاريو سره  پوره کړو .
ده ټينګار وکړ چې  په وروستيو دريو مياشتو کې دافغانستان اوتاجکستان ترمنځ  دتجارتي مالونو دليږد راليږد بهير  زيات شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته