کابل باختر د وري دمياشتې ١٢ :
د غزني ولایت سپین ږیرو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او يو شمېر ځوانانو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل .
د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د دې ولایت قومي مشرانو او نورو راغلو استازو د غزني ولايت په اړه د ملي يووالي حکومت له خوا په وروستيو کې له زياتې شوې پاملرنې خوښي څرګنده کړه او په دې ارتباط يې د ملي يووالي حکومت لخوا د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
د غزني ولايت مشرانو د مختلفو قومونو تر منځ قومي جوړښت او يووالی ددې ولايت د امنيت په ټينګښت او د بيا رغونې چټکتیا لپاره مهم ګام وباله او د ملي يووالي حکومت له مشرتابه يې وغوښتل چې په دې برخه کې هم خپلوپلانونو ته پراختيا ورکړي.
دغو مشرانو په دې ولایت کې د ملي پيوستون برنامه چې اوس د ولسي تړون په نامه نوي پلانونه لري، د ياد ولايت د عامه خلکود تائيد وړوبلله او د يادې برنامې څخه يې د خپل کلک ملاتړ ډاډ ښکاره کړ.
دغه راز د غزني ولايت قومي مشرانو د ملي يووالي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ملي پيوستون مخکيني مسئولين دې په خپل ځای پرېږدي، ځکه چې په غزني کې د دوی له خوا ترسره شوي خدمتونه او لاسته راوړنې د خلکود تائيد وړدي او ولس نه غواړي چې په دې برخه کې د بدلون او تشکيلاتي تغييراتو په سبب د بيا رغونې کارونه ټکني شي.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمد خان دغزني ولايت د مشرانو سپارښتې پرځای وبللې او ډاډ یې ورکړ چې د یادو سپارښتنو د عملي کولو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي او اړوندو ارګانونوته به لارښوونه وکړي چې په دې برخه کې لاس په کار شي.
2 1 دقیقه لوستل