امنیت

دهېواد په ختيځ کې دداعش دجګپوړو قوماندانانو په غونډې دپوځيانو مرګانى بريد .

کابل باختر د لړم  څوارلسمه :
دهېواد په ختيځ کې دداعش دډلې دجګپوړو قوماندانانو په غونډې دپوځيانو دبريد له امله درې ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دداعش دډلې دلوژستيک مسوول ابو هريره او ددغې ډلې مالي او تبليغاتي مسوول قاري عمران الله په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، په دغو ډار اچوونکو دننګرهار ولايت دنازيانو ولسوالۍ په دوه خوله کلي کې ددوى په پټنځي کې ټيک دځمکنيو او هوايي ځواکونو له خوا بريدونه وشول چې دهېواد په ختيځ کې ديولړ نويو ډار اچوونکو پيښو په پلان جوړولو بوخت و .
  دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې دداعش دډلې دڅو تنو بهرنيو  جګړه مارانو په ګډون درې ويشت تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي .
ده تاييد کړه چې دهېواد په ختيځ کې دداعش دلوژستيک  مسوول ابو هريره او ددغې ډلې  مالي اوتبليغاتي مسوول قاري عمران الله په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
خوږياڼى  وايي چې دغه داعشيان دهېواد په ختيځ کې  ديولړ نويو ډار اچوونکو بريدونو دپلان جوړولو لپاره دنازيانو ولسوالۍ په دوه خوله کلي کې په خپل پټنځي کې راټول شوي وو .
ويل کېږي چې په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې په دوو جلا جلا هوايي بريدونوکې  ١٤ تنه داعشيان او دوسله والو طالبانو دډلې شپږ تنه غړي وژل شوي دي .
په دغو ډار اچوونکو نن سهار ټيک هغه  وخت بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته