کابل باختر دليندۍ څليرويشتمه :
دسرپل او فارياب په ولايتونوکې دتيرې شپې په نښتو کې څوارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه جګړې دپوځيانو په کاروانونو ديرغلګرو له بريدونو وروسته دسرپل ولايت دکوهستاناتو او دفارياب ولايت دقيصار په ولسواليو کې ونښتې .
دملي اردو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتو کې د وسله والو طالبانو دډلې څوارلس تنه غړي ووژل شول .
ده وويل چې جګړې دسرپل دکوهستاناتو او دفارياب دقيصار په ولسواليو کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروانونو دطالبانو له بريد وروسته ونښتې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ