روغتیا

د قندهار۳۵۰ بستریز روغتون ته د اړتیا وړ توکي پېرودل کېږي

قندهار باختر د وږي ۱۲ مه
د عامې روغتیا د روغتونونو رېیس دوکتور شاه ولي مشید د قندهار د والي له مرستیال عبدالحنان منیب سره په کتنه کې وویل چې د دغه ولایت د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته به د ۱۲ مېلیونو افغانیو په لګښت د اړتیا وړ توکي وپېرودل شي.
دغه  روغتون د قندهار ښار په عينو مېنه کې په ١٧٣ جريبه ځمکه او څلورو پوړونو کې د ۵۲۴ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی چې د سویلې زون په کچه به روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د قندهار د ولایتي ادارې  مسوولین وايي: دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي چې د قندهار ترڅنګ به په کې د هلمند، روزګان، زابل او نږدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.
له بلې خوا د عینو مېنې اوسېدونکی وايي، د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د دولتي روغتيايي مرکزونو ترڅنګ ګڼ شخصي روغتونونه جوړ شوي، خو لا هم خلک د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.
دوی له مسوولینو غواړي چې په یاد روغتون کې د هر ډول ناروغیو د درملنې لپاره زمینه برابره کړي څو خلک اړ نه شي چې د ناروغانو د درمنلې لپاره ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.
اوسمهال په قندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي دي.
له دې ډلې د قندهار د اوولسو ولسواليو په کچه ٥٠ دولتي او ٢ شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، چې د چارواکو او خلکو په وينا بسنه نه کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته