امنیت

دمخالفينو مهمات ترلاسه شول

ددولت دوسله والو مخالفينو دمهماتو يو ډيپو پرون په کندهار ښار کې کشف شو .

دکندهار ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه ډيپو د امنيه قوماندانۍ د پوليسو له خوا دتصفيوي عملياتو په بهير کې دکندهار ښار د پنځلسمې ناحيې په مربوطاتو کې کشف شو .

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې له دغه ډيپو څخه دوه توغندي ويشتونکې دتوغندي لس ماينونه ، دوه مخابري ، دکلاشينکوف دوه سوه ګولي ، دپيکا سل ګولۍ ، يو دوربين ، يولاسي بم ، سل بطري او يوه شمير تبليغاتي پاڼې او شبنامې شته چې د پوليسو له خوا ضبط شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته