ټولنه

په هرات کې د درمل پلورونکواعتصاب پاى ته ورسېد

کابل/ د غويي٥ مه / باختر
د هرات د درمل پلورونکو اتحاديې د افغانستان د درملود سراسري اتحاديې په همغږى خپل شپږ ورځنى اعتصاب پاى ته ورساوه.
د رارسېدلوخبرونوله مخې؛ د دغه اعتصاب په پاى ته رسېدوسره په هرات کې د درملو د خدمتونوبهير له سره پيل شو.
دغه اعتصاب د هغوستونزوله امله چې په وروستيو ورځو کې د افغانستان د درملود پلورونکواتحاديې ته رامنځټه شوې و، د دغوستونزوله لرې کولو وروسته پاى ته ورسېد.
د لويديځ زون د درملو د اتحاديې رييس عبدالکريم شيرزاد باختراژانس ته وويل چې د جمهوري رياست د چارو ادارې د درملو اوخوړوله ادارې سره په خبروکې د درمل پلورونکوستونزې لرې شوي دي اوهغوى خپل اعتصاب پاى ته ورساوه .
شيرزاد وايي : د افغانستان د درملو اوخوړو ادارې غوښتل چې د درملو واردول يواځې پنځو شرکتونوته په انحصاري ډول ورکړي ،خو د دوى په غبرګون سره دغه طرحه عملي نه شوه.
د لويديځ زون د درملو د اتحاديې د رييس د څرګندونوله مخې ؛ د چارو د ادارې اود هېواد د خوړواو درملو له ادارې سره پريکړه شوې ده چې د درملو واردول انحصاري نه شي افغانستان د درملو له واردونکوهېوادونوڅخه دى چې هرکال نږدې د يو ملياردو ډالرو په ارزښت درمل واردوي.
په هېوا د کې نږدې څلورسوه شرکتونه د درملو د واردولو په برخه کې فعاليت کوي اوسل نورشرکتونه په هېواد کې د درملو په توليدولوبوخت دي .
ختم-

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته