ټولنه

د پکتيا قومي مشران: د هغه لوري لمن به ونیسو چې سولې ته ژمن وي

ګردیز باختر د چنګاښ د میاشتې ۳ مه
د پکتیا ولایت د بېلابېلو قومونو مشران وايي چې په جګړه کې د ښکېل هغه لوري خوا به ونیسي چې سولې ته ژمن وي.
دغو مشرانو له څو ورځنيو سلا مشورو وروسته د یوې سراسري شورا په رامنځته کولو سره هڅې پیل کړې چې افغان دولت او وسله وال طالبان د اوږد مهال اوربند پر اعلان او د سولې خبرو اترو ته اړ کړي.
د باختر اژانس د سیمه  یېز خبریال د خبر له مخې:
قومي مشرانو له یوې ناستې وروسته په څو ماده ییز پرېکړه ليک کې په افغانستان کې روانه جګړه پردۍ وګڼله او زیاته یې کړه چې د ستونزې د حل لپاره به ګډې هڅې وکړي.
د پرېکړه ليک له مخې، د پکتيا قومي مشرانو له دواړو خواوو د اوربند او د اوربند په بهير کې د سولې د مستقیمو خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې ده.
دوی د نورو ولایتونو له میشتو خلکو هم وغوښتل چې د دوی غږ بدرګه او په خپلو سيمو کې ورته حرکتونه وکړي.
دغه قومي مشران وايي تمه لري چې د جګړې لوري به یې د سولې لمن له امېدونو ډکه کړي او که داسې ونه کړي، د پکتیا ټول ولس او قومونه به د یوه ګډ تصمیم په ترڅ کې هغه خوا ونیسي چې سولې او د هېواد ابادۍ ته ژمن وي.
دغه حرکت داسې مهال ترسره کیږي چې د پکتیا په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونوکې د سولې غږ په پوره شدت سره پورته شوی دی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته