نړۍ

ال پاييس: په اسپانيا کې٢٥٠ شرکتونه له تروريستانو سره مرسته کوي

مادريد- ايرنا – باختر د سلواغې دمياشتې ١٤
د اسپانيا د ال پاييس ورځپاڼې د خپلې يکشنبې د ورځې په ګڼه کې وليکل چې په دغه هيوادکې٢٥٠ کوچنى او ستر شرکتونه له تروريستي شبکو سره مالي ملاتړ کوي.
د ايران د خبرله مخې: دغې آسپانيايي ورځپاڼې د دغه هيواد د پوليسو او د اطلاعاتي ادارې له خولې ليکلي دي چې د القاعده او داعش په شان تروريستي شبکې د اسپانيا له سترو او کوچنيو شرکتونو څخه د خپلو مالي او د پيسو د حواله کولو په خاطر استفاده کوي.
دغه ورځپاڼه د يوه حکومتي مسوول له خولې ليکلي چې د تروريستانو د مالي تامينولو شبکه دومره پياوړې شوې ده چې ٢٥٠ شرکتونه پکې شامل دي.
په خبرکې زياته شوې ده چې تروريستان يواځې نوکر نه استخداموي؛ بلکې له اسپانيا څخه بهر تروريستى ډلو ته پيسې هم ليږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته