امنیت

وسله والو مخالفينو شپږ تنه ښځې ټپيانې کړې

کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٧  :
د فارياب ولايت دشيرين تگاب ولسوالۍ  دفرهاد دکلي دپرمختيايي شورا درييس  داستوګنې په کور  دوسله والو مخالفينو دډله ييز بريد له امله  شپږ ښځې ټپيانې شوې .
دشيرين تګاب ولسوال  سيدلقمان ګهري باخترآ ژانس ته وويل : وسله والو کسانو
تيره شپه  ددغې ولسوالۍ   دپرمختيايي شورا درييس  او دفرهاد دکلي دپرمختيايي شورا  درييس  مير هاشم په کور  ددريو  توغنديو په توغولو سره  دده دکورنۍ شپږ تنه غړي چې ټولې يې ښحې دي ټپيانې کړې .
خبرځاي    زياته   کړه ، چې    ميرهاشم  خپله   په  کور کې نه و  او د مخالفينو بريد دامنيتي ځواکونو په مرسته شنډکړاى شواوپه دي پيښه کې يو تن وسله وال مخالف  وو ژل شو  چې مړى يې  دجګړې په ډګر کې پاتې دى .
ددغه   ولايت روغتيايي مسوولينو   د يوې ټپي ښځې   روغتيايي حالت     خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته