سیاست

اجرایېه ریېس د هند له سفیر سره د مخه خې کتنه وکړه

کابل باختر د وري د مياشتې ١٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرايېه ریېس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د هندوستان د سفیر منپریت ووهرا سره د مخه خې کتنه وکړه.
د اجرايېه رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
د هېواد اجرایېه ریېس په کابل کې د ښاغلي ووهرا د کاري مودې ستاینه وکړه او نوموړي ته يې په راتلونکو فعالیتونو کې د بریا غوښته وکړه.
هغه افغانستان او هند دوه تاریخي دوستان وبلل او د دواړو هیوادونو ترمنځ يې په اقتصادي، تجارتي، تعلیمي، سپورټي او نورو برخو کې د همکاریو د زیاتوالي هیله وکړه.پاى _ ځدران

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته