فرهنګ

د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د چمتوکولو د کميسيون غونډه جوړه شوه

کابل باختر د  سلواغې دمياشتې  ١٨ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سيدمصدق خليلي په مشرۍ په ٢٠١٥ ميلادي کال کې د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د چمتو کولو  کميسيون نن غونډه وکړه .
د باخترآژانس د خبريال دخبرله مخې: دغه غونډه د باميانو ولايت د سرپرست غلام علي وحدت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يوشمېر رييسانو او د اړوندو وزارتونو او ارګانونو د استازو په ګډون جوړه شوه.
دغونډې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د کولمبو ښار ته د خپل سفر په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې سفرکې د سارک د فرهنګي پايتخت د باميانو د پروګرامونو د بشپړولو په باب خبرې وشوې او په هغې غونډه کې چې په دې وروستيو وختوکې د سارک د فرهنګي مرکز د رييس او غړو  او د سارک د سکرتريت د استازو په ګډون د سريلانکا په کولمبو ښارکې جوړه شوې وه؛ په باميانوکې د ٢٠١٥ ميلادي کال د فرهنګي او هنري پروګرامونو په باب خبرې وشوې.
دغه راز په دې غونډه کې  د اړوندو وزارتونو او ارګانونو استازو د سارک د فرهنګي پايتخت په توګه د باميانو د چمتو کولو د بهير دګړندي کولو په خاطر  خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل.
دغه راز د باميانو ولايت سرپرست د باميانو د چمتو کولو په خاطر د دغه ولايت يولړ اړتياوې غونډې ته طرحه کړې او ويې ويل چې تراوسه پورې د ماليې وزارت له خوا د لازم تيارى د نيولو په مقصد د اړتيا وړ بودجه په واک کې نه ده ورکړ شوې.
دغه راز ده له اړوندو ارګانونوڅخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې د مربوطو پروګرامونو په بشپړولوکې زياتې هلې ځلې وکړي .
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې اړوندې ادارې او بنسټونه دې خپلې ژمنې په خپل وخت عملي کړي .
د باميانو د چمتو کولو د کميسيون غړو د جشن د جوړولو د ځاى او د هغو ځايونو د څيړنې په خاطر چې د بيا جوړولو وړ دي؛ باميانو ته سفر وکړ او دغه راز د سوداګرۍ د خونوله مسوولينو سره يې خبرې وکړې چې ملي سوداګر په دې برخه کې خپل پور ادا کړي .
دغه راز په دې غونډه کې اتو سترو فرهنګي پروګرامونو د جوړولو نيټه وټاکل شوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته