امنیت

دملي اردو دپوځيانو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې داتلسو تنو داعشيانو په ګډون شپږ پنځوس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

کابل باخترد چنګاښ ٢٩

دملي اردو ځواکونو پرون دهيواد په دولسو ولايتونو کې ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړل چې له امله يې ددولت شپږ پنځوس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. دملي اردو ځواکونو دغه عمليات دننګرهار ، کاپيسا ، پکتيا ، لوګر ، غزني  ، روزګان ، دايکندي ، قندهار ، هرات ، تخار ، فارياب ، کندز  او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره کړل چې له امله يې ددولت شپږ پنځوس تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول او نولس تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي دي .

دشپږ پنځوسو تنو وژل  شويوکسانو له جملې څخه اتلس تنه يې دداعش له ډلې څخه دي .

ديوبل خبر له مخې، دهيواد په بيلابيلو سيموکې ددولت دوسله والو مخالفينو د درندو وسلو دډزو له امله  دملي اردو اووه تنه سرتيري شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته