کابل باختر دزمري يوولسمه :
دلوړو زده کړو وزارت دکابل پوهنتون دځمکې پيژندنې پوهنځي داستاد پوهاند غلام جيلاني عارض دمړينې خبرورکړ .
دباختراژانس دخبر له مخې پوهاند غلام جيلاني عارض دکابل پوهنتون يو فعال او تکړه استاد و او دهېواد دبچيانو دروزنې په لاره کې يې دقدر وړ خدمتونه کړي دي .
ارواښاد داستاد په توګه ددندې په ترسره کولو سربيره په بيلابيلو پستونوکې کار کړى دى او ارزښتناک علمي اثار يې پريښي دي .
دلوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هيئت دخپلې ډاډ ګيرنې او غمشريکي مراتب دارواښاد کورنۍ او دنورو دوستانو او خپلوانو داستادانو اومحصلانو ته څرګندوى او دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوکورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ